پوسټ کوډ 222592
نیټه خپرول: پنج شنبه 19 وری 140011:20

د ننګرهار پچیراګام ولسوالۍ لپاره د داعشیانو نوی مسوول او د هدفي وژنو پلانوونکی نیول شوی

د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، ملي امنیت د دې ولایت پچیراګام ولسوالۍ لپاره د داعش ډلې نوی مسوول ژوندی نیولی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (پنجشنبه، ۱۹ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د ملي امنیت اړوند «۰۲قعطې» ځواکونو تیره شپه د پچیراګام ولسوالۍ کې د شپنیو عملیاتو پرمهال د یادې ولسوالۍ لپاره د داعش ډلې نوی مسوول او د هدفي وژنو ډلې پلان جوړوونکی شاه محمود له د دوو نورو شکمنو کسانو سره یو ځای ژوندي نیولي دي.

د خوږیاڼي په خبره نیول شوي کس په تیر کې د داعش ډلې لپاره په پچیر اګام ولسوالۍ کې د انتقالاتو په برخه کې هم زمینه برابروله.

خوږیاڼی زیاتوي: «د ملي امنیت ځواکونو تیره شپه پچیراګام ولسوالۍ کې د دې ولسوالۍ لپاره د عملیاتو پرمهال د داعش ډلې مسوول او د هدفي وژنو پلان جوړوونکی ژوندی نیولی دی.»

داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement