پوسټ کوډ 222561
نیټه خپرول: چهارشنبه 18 وری 140016:00

کونړ کې د یوه ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د کونړ ولايت په نرنګ ولسوالۍ کې د بهر مېشتې افغان مېرمنې، بي بي خدېجې جمدر زماني په مالي مرستې د یو ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې.

د کونړ د پوهنې رئيس مجیب الرحمان همدرد وایي، د پوهنې ریاست په چوکاټ کې د بي بي خدېجې جمدر زماني له لوري د ۶۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د نرنګ د نجونو ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې چې په شپږ میاشتو کې به یې کار بشپړ شي.

د کونړ والي محمد اقبال سعید په دې اړه وویل، د ویاړ ځای دی، چې بهر میشتي افغانان د راتلونکي نسل د ښې روزنې په موخه خپل وګړي نه دې هېر کړي. د کونړ والي له دغې مېرمنې د مننې ترڅنګ له ملي سوداګرو غوښتنه وکړه چې د پوهنې بهیر سره همکاري وکړي.

د کونړ ولایت د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، اوسمهال په کونړ کې ۷۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نلري.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement