پوسټ کوډ ۲۲۲۵۲۱
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۸ وری ۱۴۰۰ ۰۹:۳۲

ننګرهار کې چاودنې شلو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې ماین چاودنې د پولیسو او ملکي وګړو په ګډون شلو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دغه چاودنه نن (چهارشنبه، ۱۸ د وري) سهار شاوخوا ۶ بجې د جلال اباد دوهمې ناحیې اړوند لغمان هډې تر څېرمه په یوه ګلدان کې د ځای پر ځای شوي ماين له امله وه.

ښاغلی خوږیاڼی وایي، په دې پېښه کې دوه ملکیان وژل شوي او د درییو پولیسو په ګډون ۱۸ نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

خوږیاڼي زیاته کړه: «چاودنه نن سهار شپږ بجې لغمان هډې ته څيرمه شوې چې له امله یې دوه ملکي وګړي ټپیان شوي او درې پولیسو په ګډون ۱۸ نور ملکي وګړي ټپیان دي.

تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement