پوسټ کوډ ۲۲۲۴۹۴
نیټه خپرول: سه شنبه ۱۷ وری ۱۴۰۰ ۱۶:۱۳

طالبانو ننګرهار کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوستې برید کړی

چارواکي وایي، وسله والو طالبانو تېره شپه د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ په غازي بابا پوسته ډله ییز برید کړی.

د چارواکو په وینا د برید په پایله کې څلور سیمه ییز پولیس او نهه طالب وسله وال وژل شوي دي.

یوې حکومتي سرچینې نن سې شنبه اپرېل ۶ (وري ۱۷) ته وویل چې دغه جګړه تېره شپه دوه بجې پیل شوې ده چې څلور سیمه ییز پولیس پکې وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼی وایي چې د تېرې شپې په جګړه کې نهه طالبان وژل شوي او ځینې ټپیان دي چې د ځینو جسدونه هم د جګړې په سیمه کې پاتې دي.

هغه وایي دغه پېښه کې دوه محلي پولیس ټپیان شوي.

د طالبانو ویاند سرخرود کې د تېرې شپې برید کې د شپږو سیمه ییزو پولیسو د وژل کېدو دعوه کړې ده.

د روانې میاشتې پر اتمه نېټه د یاد ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ کې هم دطالبانو برید کې څلور سیمه ییز پاڅونوال وژل شوي و.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement