پوسټ کوډ 222466
نیټه خپرول: سه شنبه 17 وری 140012:20

سعودي عربستان: روژه کې هغو ته د عمرې اجازه ورکوو، چې د کرونا واکسین یې کړی وي

سعودي عربستان وايي، هغو کسانو ته به د روژې په میاشت کې د عمرې اجازه ورکړي، چې د کرونا واکسین یې ترسره کړی وي.

د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت ویلي، هغه کسان، چې د کرونا ضد واکسین یې ترسره کړی وي، اجازه لري، چې د روژې په میاشت کې عمره ترسره کړي.
یاد وزارت همداشان زیاته کړې، کوم کسان، چې سعودي ته د عمرې لپاره راځي، باید ۱۴ ورځې وړاندې یې واکسین کړی وي او هغه کسان، چې عمرونه یې له ۵۰ کلونو څخه پورته وي، د عمرې اجازه نه ورکول کیږي.
سعودي عربستان دغه راز له خلکو غوښتنه کړې، چې د کرونا وبا د خورېدو له کبله دې د حج او عمرې مراسم وځنډوي او دوی نه شي کولای، چې په خپل هېواد کې د کرونا د وېرې له کبله د ډېرو خلکو خدمت وکړای شي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement