پوسټ کوډ ۲۲۲۴۶۱
نیټه خپرول: سه شنبه ۱۷ وری ۱۴۰۰ ۱۱:۳۵

طالبانو فراه ولایت کې د فاتحې پر مراسمو برید کړی

د یاد ولایت امنیه قومندان غلام سخي وایې، طالبانو تېره ورځ د کنهدانک په سیمه کې د فاتحې پر مراسمو برید کړی چې نهو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د قومندان په خبره، طالبانو پر هغه مسجد د سپکو او درنو وسلو برید وکړ، چې د سیمې د اوسیدونکو له لوري په کې د فاتحې مراسم ترسره کیدل. د نوموړي په وینا په یاده پېښه کې یو تن وژل شوی او اته نور ټپیان شوي دي.

په فراه ولایت کې د طالبانو ځایي قومندان هم یاده پېښه تائيد کړې او ویلي یې دي، چې برید د دوی د کسانو له لوري شوی دی.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement