پوسټ کوډ 222230
نیټه خپرول: شنبه 14 وری 140009:55

د ننګرهار پچیراګام ولسوالۍ لپاره د داعشیانو مسوول نیول شوی

د ننګرهار ولایتي مسوولین د پچیراګام ولسوالۍ لپاره د داعش ډلې د مسوول د نیول کیدو خبر ورکوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (شنبه، ۱۴ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تیره شپه د ملي امنیت اړوند «۰۲ قطعې» د ننګرهار ولایت، پچیر اګام ولسوالۍ «لاندې پچیر» سیمه کې ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي.

د ده په وینا په دې عملیاتو کې د پچیر اګام ولسوالۍ لپاره د داعش ډلې مسوول او د جلب او جذب غړی “زړور” مشهور په شامحمود له نهه نورو شکمنو کسانو سره یو ځای نیول شوي.

هغه وایې، د یادو عملیاتو پرمهال د امنیتي ځواکونو لاسته ګڼ شمیر وسلې او مهمات هم ورغلي دي. خوږیاڼي زیاته کړه:«تیره شپه ملي امنیت ځانګړو ځواکونو پچیراګام ولسوالۍ کې د شپنیو عملیاتو پرمهال د داعش ډلې د دې ولسوالۍ لپاره مسوول نیولی دی.»

داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement