پوسټ کوډ 222061
نیټه خپرول: سه شنبه 10 وری 140014:40

طالبانو پکتیا کې قومي مشر وژلی او مدني فعال یې ژوندی تښتولی

د پکتیا د ځوانانو شورا ریئس شېرعلي منګل طالبانو په دې موخه نیولی، چې نوموړي به مدني فعالیتونه ترسره کول او په کلي کې به یې د خلکو ستونزې حل کولې.

 شېرعلي تېره ورځ د پکتیا څمکنیو ولسوالي کې طالبانو نیولی او له ده سر بل ملګری، حاجي بخت یې وژلی دی.

 

سرچینه وايي، چې منګل ټولنیز فعالیتونه ترسره کول او د خلکو د ستونزو لپاره به یې غږ پورته کاوه، چې څو ځله د طالبانو له لوري خبرداری هم ورکړل شوی و.

 

که څه هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې په تړون کې یو ماده دا وه، چې یاده ډله به د ملکي خلکو وژنه او ځورونه پرېږدي؛ خو له تړون وروسته نه یواځې دا، چې طالبانو تاوتریخوالی زیات کړ؛ بلکې ګڼ شمېر خبریالان، مدني فعال، قومي مشران او ان واکسیناتوران یې هم ووژل.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement