پوسټ کوډ 222060
نیټه خپرول: سه شنبه 10 وری 140014:34

د ننګرهار په کامه کې عامه شتمنۍ تخریب شوې

د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالي کې پر عمومي سړک هغه تمځایونه لوټ شوي، چې تازه د ولسوالي د ښاروالي له لوري جوړ شوي وو.

ځایي سرچیني وايي، نامعلومو کسانو تېره شپه د شپې له تیارې څخه په ګټنې د یادو تمځایونو څوکۍ او د نښترو د لرګي تختې تخریب او لوټ کړې دي.

که څه هم تر اوسه د یاد ولایت امنیتي مسؤولینو په دې اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم په تړاو څوک نیول شوي، خو د سیمې خلک وايي، دا کار د عامه شتمنیو په اړه د خلکو د نه پوهاوي له کبله شوی دی.

دا لومړی ځل نه دی، چې په کامې ولسوالي کې عامه شتمني لوټ کیږي، بلکې له دې وړاندې هم په پلازمېنه کابل او ډير شمېر نورو ولایتونو کې، ورته تمځایونه، د سړک د غاړو اوسپنیزې کټارې، ترافیکي اشارې او نښانونه او حتی له ښوونځيو څخه څوکۍ غلا او یا هم له منځه وړل شوي دي.

 

په ټولنیزو رسینو کې د کامې ولسوالي وروستۍ پېښه د ګڼ شمیر کسانو له لوري غندل شوې او غوښتنه یې کړې، چې د عامه شتمنیو په اړه دې عامه پوهاوی زیات او په ښوونیز نصاب کې دې ورته ځانګړی ځای ورکړي.

 

په همدې تړاو څه موده وړاندې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې هر کال د وسله والو طالبانو، تروریستي ډلو او نه پوهاوي په صورت کې د عامو خلکو له لوري د میلیاردونو افغانیو په ارزښت د افغانانو ملي شتمنۍ لوټ کیږي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement