پوسټ کوډ ۲۲۲۰۴۵
نیټه خپرول: سه شنبه ۱۰ وری ۱۴۰۰ ۱۲:۴۹

جلال اباد کې وسله والو درې ښځینه واکسیناتورانې وژلي ـ سرچینه

چارواکي وایي، وسله والو د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار کې په دوو جلا پېښو کې درې ښځینه واکسیناتورانې په ډزو وژلي دي.

یوې حکومتي سرچینې نن سې شنبه مارچ ۳۰(وري ۱۰) امریکا غږ ته تایید کړه چې نن سهار لس بجې د جلال اباد ښار اوومه او څلورمه ناحیه کې په دوو جلا پېښو مې درې واکسیناتورانې وژل شوي دي.

 

سرچینه وایي چې وسله وال له سیمې تښتېدلي دي.

 

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر ته وویل چې وسله والو جلال اباد ښار کې یوه واکسیناتوره وژلې ده.

 

د ننګرهار مرکزي روغتون ویلي دي چې دوی ته د دریو ښځینه واکسیناتورانو جسدونه ور وړل شوي دي.

 

په ننګرهار ولایت پر ښځینه واکسناتورانو برید پر داسې مهال کیږي چې نن سې شنبه په افغانستان کې د پولیو واکسین درې وځینی پروګرام پيل شوی دی.

 

تر دا مهاله په جلال اباد ښار کې پر واکسیناتورانو د دننني برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement