پوسټ کوډ ۲۲۱۹۹۷
نیټه خپرول: دوشنبه ۹ وری ۱۴۰۰ ۱۴:۵۹

افغان ځواکونو په هلمند کې ۲۰ طالبان وژلي دي

افغان ځواکونو د هلمند په دوه ولسوالیو کې د عملیاتو پر مهال ۲۰ طالبان وژلي دي.

د هېواد په جنوب کې اتل قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد شمېر طالبان هغه مهال ووژل شول، چې د افغان ځواکونو پر موټریز کاروان یې برید وکړ.
د خبرپاڼې په حواله، ملي اردو ځواکونو هلته د چاڼيزو عملیاتو پر پایه کلې ګڼ شمېر ماینونه هم کشف او له منځه وړي، چې د طالبانو لخوا د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې په موخه ځای پرځای شوي وو.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement