پوسټ کوډ 221990
نیټه خپرول: دوشنبه 9 وری 140013:25

ننګرهار کې د واده موټرو ټکر کې دوه تنه مړه او ۷ نور ټپيان شوي

د ننګرهار ولایت د جلال اباد ـ تورخم پر لویه لاره د ترافیکې پېښې له امله دوه تنه مړه شوي او د شاه او ناوې په ګډون اووه تنه ټپي شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند #عطاالله_خوږیاڼي ته وویل، دا پېښه نن (دوشنبه، ۹ د وري) شاوخوا دولس بجې #د_بهسودو_ولسوالۍ د سرخ دیوال په سیمه کې شوې ده.

د خوږیاڼي په خبره په دې پېښه کې د ناوې او شاه موټر له یوه بل «کرولا» ډوله موټر سره ټکر کړی او له امله یې یاده مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هغه په وینا په دې پېښه کې د یو ماشوم په ګډون دوه تنه مړه شوي او د ناوې او شاه په ګډون ۴ میرمنې او درې نارینه ژوبل شوي دي. نوموړي وایي، د ټپي مېرمنو روغتیایي حالات د ډاډ وړ دی.

خوږیاڼي زیاته کړه: «نن شاوخوا دولس بجې د تورخم-جلال اباد پر لویه لاره د واده د موټرو د ټکر له امله ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې چې په کې دوه تنه مړه شوي او ۷ نور ټپیان دي. په ټپيانو کې ناوې او شاوو هم شامل دي.»

د ښاغلي خوږیاڼي په خبره یاده پېښه د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement