پوسټ کوډ 221985
نیټه خپرول: دوشنبه 9 وری 140012:15

ملي امنیت ځواکونو کندهار کې ۱۹ طالبان وژلي دي

د ملي امنیت له ۰۳ قطعې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ملي امنیت ځواکونو د کندهار په ډنډ او پنجوايي ولسوالیو کې د طالبانو په ضد چاڼیز عملیات پیل کړي، چې تر دې مهاله یې د ډنډ ولسوالي په یارو قلعه او تیمور سیمو کې او د پنجوايي ولسوالي د ناخوني په کلي کې ۱۹ طالبان وژلي او ۶ نور یې ټپیان کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د طالبانو د وژل شوو کسانو جسدونه د سره صلیب د کارکوونکو له لوري له سیمې څخه انتقال شوي دي.
د سرچینې په خبره په یادو عملیاتو کې د طالبانو یو شمېر وسلې، مهمات، پټنځایونه، دوه د اوسیدو کورونه او دوه شل کیلو ډبي ماینونه هم له منځه وړل شوي دي.

په خبرپاڼه کې افغان ځواکونو ته د تلفاتو اوښتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
طالبانو هم تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement