پوسټ کوډ 221984
نیټه خپرول: دوشنبه 9 وری 140011:53

بلنکین: ناټو او امریکا افغانستان کې د وضیعت تر عادي کېدو پورې پاتې کیږي

افغانستان کې روانه جګړه پوځي حل نه لري او هیڅ ډله په یاد هېواد کې د جګړې له لارې واک ته نه شي رسېدلای.

 د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین ویلي، چې افغانستان کې سوله یواځې د خبرو او د افغانانو ترمنځ د سیاسي جوړ جاړي په اساس راتلای شي.
نوموړي افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور ته په اشارې ویلي، چې امریکا هیڅ وخت نه غواړي، چې د خپلو ملګرو هېوادونو په خاوره کې دې جګړې پرېږدي. بلنکین زیاته کړې، چې امریکا افغانستان ته له ناټو سره یواځې راغلې او دواړه به یوځای د وضیعت تر ښه کېدو او همداشان د جګړې د ختمېدو په اړه له پور ډاډ وروسته یاد هېواد پرېږدي.

بلنکین په داسې مهال یادې څرګندونې کوي، چې څو ورځې وړاندې طالبانو ویلي وو، چې که امریکا ددوحې تړون ته ژمنه پاتې نه شي؛ نو په افغانستان کې به د طالبانو پیل شوې جګړې لا زور واخلي.
باید یاده شي، چې د طالبانو له لوري د جګړې د بیا پیل خبر په کور دننه ګڼ غبرګونونه راپارولي او دا ډله یې ملامته کړې، چې جګړه یې یواځې د افغان وژنې په موخه روانه کړې ده.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement