پوسټ کوډ 221930
نیټه خپرول: يکشنبه 8 وری 140012:16

بلوڅ بیلتونپالو د زونګ مخابراتي شرکت پایه په راکټ ویشتی

د بلوڅ بیلتونپانو خوځښت ((BLF په بلنګور دښته کې د یادې پایې د ویشتلو او ویجاړولو مسؤولیت منلی دی.

د بلوڅ بیلتونپالو خوځښت ویاند، ګهرام بلوڅ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي، چې د دوی وسله والو کسانو د بلوچستان په بلنګور دښته کې  (ZONG) چینایي مخابراتي شرکت یوه پایه په راکټ ویشتې او په پوره ډول یې ویجاړه کړې ده.

ګهرام ویلي، چې پاکستان حکومت هڅه کوله، د چین هېواد په مرسته د چینایي شرکت زونګ پایې د دوی په سیمه کې ولګوي او ورڅخه په استفادې په یاده سیمه کې د دوی ملګري په نښه کړي.

د بلوچ په خبره پایه یې په راکټ ویشتې او پاتې وسایلو ته یې اور ورکړی دی.

د هغه په خبره هیڅ کله به پاکستان او چین ته اجازه ورنکړي، چې د دوی په سیمه کې دې د مخابراتي شبکو پایې ولګوي او چین دې په بلوچستان کې د پاکستان ګټو ته کار وکړي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement