پوسټ کوډ 221644
نیټه خپرول: پنج شنبه 28 کب 139913:02
- 0 څرګندونه
- چاپ
ولسمشر غني: د افغان سولې لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي هرکلی کوو
ولسمشر محمد اشرف غني، د افغان سولې لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي استازي په توګه، د فرانسوي ډيپلومات ژان ارنولډ د ټاکل کېدو هرکلی کړی.
ارگ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې ولسمشر غني د افغان سولې پروسې لپاره د ژان ارنولډ ټاکل کېدل نیک ګام بولي.
د اعلامې له مخې ولسمشر غني دغه راز زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو د سازمان دا ګمارنه ښيي، چې نړۍ لاهم د افغانستان په اړه فکر کوي؛ ځکه افغانستان اوس د نړۍ هیوادونو لپاره په فکري محراق ګرځېدلی او هیڅ وخت د یاد هېواد له حالاتو بې خبره نشي پاتې کېدای.
ولسمشر غني دغه راز د افغانستان په اړه له نړۍ والې اجماع مننه کړې او د یوې پایدارې سولې هیله یې څرګنده کړې.