پوسټ کوډ 221633
نیټه خپرول: پنج شنبه 28 کب 139911:11
- 0 څرګندونه
- چاپ
میدان وردګو کې د یوې چورلکې نسکورېدل؛ نهه تنه وژل شوي
ملي دفاع وزارت وایي، د هېواد هوایي ځواک یوه چورلکه په میدان وردګو ولایت کې نسکوره او نهه تنه په کې وژل شوي.
د دفاع وزارت ویاند فواد امان ویلي، دغه پېښه تېره شپه (چهارشنبه، ۲۷ د کب) د میدان وردګو ولایت بهسودو ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. د هغه په وینا، دغه چورلکه MI-17 ډوله او د هوایي ځواک ۷۷۷ لوا اړوند وه.
د ښاغلي امان په وینا، په وژل شویو کې څلور تنه عمله او پنځه امنیتي ځواکونه شامل دي.
ښاغلي امان د دې چورلکه د نسکورېدو لامل نه ده په ډاګه کړی، خو ټینګار یې کړی چې د نسکورېدو لامل موندلو لپاره به یې څېړنې کوي.