پوسټ کوډ ۲۲۱۵۴۱
نیټه خپرول: سه شنبه ۲۶ کب ۱۳۹۹ ۱۶:۱۵

ننګرهار کې د هدفي وژنو درې کسیزه ډله نیول شوې

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار کې پولیسو د داعش د هدفي وژنو درې کسیزه ډله نیولې ده.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل نن (سه شنبه، ۲۶ د کب) د یو خبري کنفرانس پر مهال رسنیو ته وویل، پولیسو په جلال اباد ښار کې د داعش د هدفي وژنو هغه درې کسیزه ډله نیولې، چې د تېرې یکشنبې په ورځ یې په جلال اباد ښار کې یو پولیس او یو ملکي وګړی په ډزو وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي وو.

امرخیل وایې له نیول شویو کسانو یې دوه تفنګچې، دوه کلاشینکوفونه، لاسي بمونه او ګڼ شمیر نور چاودیدونکي توکي ترلاسه کړي دي. نوموړي زیاته کړه: «پولیسو وتوانیدل چې جلال اباد کې د داعش ډلې هغه درې کسیزه ډله ونیسي چې دوه ورځ وړاندې یې جلال اباد ښار کې یو پولیس، یو ملکي وګړی وژلي وو او یو پولیس او یو ملکي وګړی یې ټپیان کړي وو، دوی د جلال اباد ښار په مقام خان سیمه کې نیول شوي دي.»

نوموړی وایې، پولیسو همداراز د یو لړ نورو عملیاتو پرمهال د جلال اباد ښار په بیلابیلو سیمو کې د وسله والو طالبانو اړوند د خذیفه او عبدالحق په نامه دوه فعال غړي له یو شمیر وسلو او تبلیغاتي پاڼو سره نیولي دي.

داعش ډلې او وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement