پوسټ کوډ ۲۲۱۵۴۰
نیټه خپرول: سه شنبه ۲۶ کب ۱۳۹۹ ۱۶:۱۱

ننګرهار کې د داعش ډلې د چاودنو مسوول وژل شوی

د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار کې ملي امنیت د داعش ډلې د چاودنو مسوول وژلی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (سه شنبه ۲۶ د کب) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د ملي امنیت اړوند «۰۲ قطعې» ځواکونو تېره شپه د جلال اباد ښار د شپږمې ناحیې اړوند «خالص فامیلو» سیمه کې شپني عملیات ترسره کړي، چې پرمهال یې د ننګرهار لپاره د داعش ډلې د چاودنو مسوول د مقاومت پر مهال وژل شوی دی.

ښاغلي خوږیاڼي زیاته کړې وژل شوي کس څه موده وړاندې په چپرهار ولسوالۍ کې د محلي پولیسو په چیک پوانیټ بمي چاودنه هم کړې وه، چې پر مهال یې دوه محلي پولیس وژل شوي وو.

خوږیاڼي زیاته کړه: «تېره شپه ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د جلال اباد ښار شپږمه ناحیه کې عملیات ترسره کړي چې پرمهال یې د داعش ډلې د انفجاراتو مسوول وژل شوی دی.»

داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement