پوسټ کوډ 221528
نیټه خپرول: سه شنبه 26 کب 139914:54

بلوچستان کې زهرجنو ګازو ۷ مزدوران ووژل

د بلوچستان په هرنايي سیمه کې د ډبرو سکرو په کان کې د زهرجنو ګازو له امله ۷ مزدوران وژل شوي دي.

د بلوچستان د کانونو ویاند غلام قادر مري ویلي، چې یاده پېښه تېره ورځ د هرنايي په تور غر سیمه کې د ډبرو سکرو په کان کې رامنځته شوې، چې په پایله کې ۷ تنه وژل شوي دي.
د مري په خبره وژل شوي مزدوران ۱۴۰۰ فوټه ژور کان ته ورښکته شوي وو، چې د ګاز نیونې ښکار شول.

له تېرو دوه میاشتو راهیسي پاکستان کې تر ۵۰ ډېر مزدوران د ګاز نیونې له امله مړه شوي دي.
باید یاده شي، چې شاوخوا څلور ورځې وړاندې هم د بلوچستان په مارواړ سیمه  کې  هم شپږ مزدوران د ګازو له کبله وژل شوي وو.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement