پوسټ کوډ ۲۲۱۴۵۶
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۵ کب ۱۳۹۹ ۱۵:۴۸

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو په هکله د امریکايي جنرال ګواښ

د امریکا د ملي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کنټ مک کنزي وايي چې په افغانستان کې به جګړه زور واخلي او طالبان کولای شي چې لوی ښارونه وګواښي، خو دا چې د جوبایډن ادارې ډپيلماټیک فشارونه د ۲۰ کلنې جګړې لپاره تر راتلوونکو دوو میاشتو نتیجه ورکړي.

د امریکا د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د حنرال مک کنزي پر حواله لیکلي:«که چېرې موږ شاتګ وکړو او له طالبانو سره هېڅ هوکړه ونه شي، زه فکر کوم چې د افغانستان دولت به د ښارونو د ساتلو لپاره یوې سختې مبارزه کې ښکېل شي.»

له طالبانو سره د امریکا د هوکړې پر بنسټ، ټاکل شوې ده چې بهرني ځواکونه د روان زیږدیز کال د مۍ میاشتې په لومړۍ نېټه له افغانستانه بهر شي.

خو د امریکا ځينې چارواکو او سناټورانو په دې وروستیو کې ویلي دي چې طالبانو دغې هوکړې پربنسټ پر خپلو ژمنو چې له القاعده شبکې سره د اړیکو پرېکون او د تاوتریخوالي کموالی دی عمل نه دی کړی.

طالبانو له القاعده ډلې سره د خپلو اړیکو لرل رد کړي دي.

بلخوا د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم په خپل نوي رپوټ کې لیکلي دي چې دم کړۍ په افغانستان کې ۳ زره او ۵۰۰ امریکايي سرتېري حضور لري.

له دې مخکې رپوټ ورکړل شوی و چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ تنو ته کمېږي.

جنرال مک کنزي د دغې اوونۍ په پیل کې هم کابل کې له ولسمشر غني سره ولیدل او د امنیتي وضعیت او سولې بهیر په هکله خبرې اترې کړې وې او له دغې ډلې څخه یې وغوښتل چې پر امنیتي ځواکونو خپل بریدوه کم کړي چې د سولې خبرو اترو لپاره وضعیت ښه شي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement