پوسټ کوډ ۲۲۱۴۳۳
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۵ کب ۱۳۹۹ ۱۴:۰۹

پچیراګام ولسوالۍ لپاره د داعش ډلې د جلب او جذب مسوول نیول شوی

د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت پچیراګام ولسوالۍ لپاره د داعش ډلې د جلب او جذب مسوول نیول شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (دوشنبه، ۲۵ د کب) ته وویل، چې د ملي امنیت اړوند «۰۲ قطعې» تېره ورځ ناوخته د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند انګور باغ سیمه کې ځانګړي عملیات ترسره کړي.

ښاغلی خوږیاڼی وایي، په دې عملیاتو کې د پچیراګام ولسوالۍ لپاره د داعش ډلې د جلب او جذب مسوول او ښاري ټیم غړی خان غلام مشهور په «خان قاري»، نیول شوی دی.

خوږیاڼي زیاته کړه: «ملي امنیت د یو لړ ځانګړو عملیاتو پرمهال جلال اباد ښار کې د پچیراګام ولسوالۍ لپاره د داعش ډلې د جلب جذب مسوول نیولی دی.»

د یو بل خبر له مخې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو د هسکې مېنې ولسوالۍ کې جګړه شوې، چې د افغان ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې ۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

تراوسه داعش ډلې او وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement