پوسټ کوډ ۲۲۱۳۴۹
نیټه خپرول: يکشنبه ۲۴ کب ۱۳۹۹ ۱۰:۴۲

دفاع وزارت: افغان ځواکونو ۴ ولایتونو کې ۲۱ طالبان وژلي دي

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په څلور ولایتونو کندهار، فاریاب او ننګرهار کې افغان ځواکونو د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۲۱ طالبان وژلي او ۱۴ نور ټپیان کړي دي.

له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو په ننګرهار کې ۴، فاریاب کې ۱، هلمند  کې ۳ او کندهار کې ۱۳ طالبان وژلي دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د افغان ځواکونو له لوري په یادو عملیاتو کې د طالبانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي او همداشان یو شمېر سیمې د یادې ډلې له شتون څخه پاکې شوي دي.
باید یاده شي، چې په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو له لوري د طالبانو پر سیمو چاڼیز عملیات زیات شوي، چې هره ورځ له ټول هېواد څخه د سلو په شاوخوا کې طالبانو د وژلو خبرونه خپريږي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement