پوسټ کوډ ۲۲۱۳۴۷
نیټه خپرول: يکشنبه ۲۴ کب ۱۳۹۹ ۱۰:۲۳

جلال اباد ښار کې ناپېژنده وسله والو یو پولیس په ډزو وژلی

د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار کې ناپېژنده وسله والو یو پولیس په ډزو وژلی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (یکشنبه، ۲۴ د کب) اطلاعات روز ورځپاڼې ته یاده پېښه تایید کړه او ویې ویل، نن سهار شاوخوا اته بجې او دېرش دقیقې د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند د ننګرهار برښنا ریاست مخې ته ناپيژنده وسله والو یو پولیس په ډزو وژلی دی.

هغه وایې، د پېښې عاملین له سیمې په تیښته بریالي شوي، خو پولیس یې د نیولو هڅه کوي.

خوږیاڼي زیاته کړه: «نن سهار اته نیمې بجې د جلال اباد ښار برښنا ریاست مخې ته ناڅرګنده وسله والو یو پولیس وژلی دی او وسله وال له سیمې تښتیدلي دي.»

د پېښې عیني شاهدان بیا وایې، چې وسله والو پر پولیس له ډزو وروسته د نوموړي وسله هم له ځانه سره وړې ده.

تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

په دې وروستیو کې په جلال اباد ښار کې هدفي وژنو، چسپکي ماین چاودنو او نورو جنایي پېښو زیاتېدو خلک اندیښمن کړي دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement