پوسټ کوډ 221309
نیټه خپرول: شنبه 23 کب 139914:33

افغان ځواکونو کندهار کې ۲۸ طالبان وژلي

ملي دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونو د هوایي ځواک په ملتیا د کندهار ولایت ارغنداب او ژېړۍ ولسوالیو کې ۲۸ طالبان ووژل او ۷ نور یې ټپیان کړل.

ه ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د پوځي عملیاتو په دوام سره نن د کندهار ولایت ارغنداب او ژېړۍ ولسوالیو کې طالبانو باندې چاڼیز عملیات ترسره کړل چې په پایله کې ۲۸ طالبان ووژل شول او ۷ تنه ټپیان شول.

خبرپاڼې زیاته کړې، د طالبانو یو موټر، ۳ موټرسایکلونه، ۱۳ بورۍ چاودیدونکي توکي، ۵۰ موضع، او یوه اندازه وسلې له منځه وړل شوي دي.

وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement