پوسټ کوډ ۲۲۱۲۸۶
نیټه خپرول: شنبه ۲۳ کب ۱۳۹۹ ۱۱:۲۷

یونسکو: افغانستان کې د کلتوري میراثونو د خوندیتوب ملاتړ کوو

د ملګرو ملتونو عملي او کلتوري سازمان یا یونسکو په بامیان کې د بودا مجسمو د نړیدو د شلمې کلیزې په مناسبت ویلي، چې د کلتوري میراثونو د خوندیتوب په برخه کې د افغانستان د خلکو ملاتړ کوي.

یاد سازمان تېرماښام پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي وو، چې د بودا مجسمو د نړولو غمیزې دا روښانه کړه چې د نړۍ په سطح تر خطر لاندې کلتوري اثارو د خوندیتوب اړتیا شته ده.

 

یونسکو سازمان زیاته کړې، د افغانستان په بامیان ولایت کې د طالبانو له لوري په قصدي ډول د دې لرغوني میراث له منځه وړل د یوې سرسختې ایډیالوژۍ څرګندويې کوي چې هدف یې د یو کلتور، هویت او تاریخ له منځه وړل دي او ښکاره کوي، چې څنګه د یوه میراث تخریبول د سیمه ییزو خلکو پر وړاندې د یوې وسلې په توګه کارول کېږي.

طالبانو ۲۰ کاله مخکې د ۱۳۷۹ کال د کب په ۲۱مه په بامیان ولایت کې د بودا دوه سترې مجسمې چې یوې یې ۵۵ او بلې یې ۳۵ متره لوړوالی درلود ونړولې چې دا کار یې د نړیوالو له پراخ مخالفت سره مخ شو.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو څو ورځې وړاندې خپلو کسانو ته د یو لیک په استولو سره ویلي وو، چې په افغانستان کې دې د تاریخي میراثونو ساتنه وکړي، هغه څه چې په کور دننه او بهر یې توند غبرګونونه را وپارول، ځکه طالبانو د بودا تاریخي مجسمه نړولې ده، خو اوس یې د ساتنې خبره کوي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement