پوسټ کوډ ۲۲۱۲۸۴
نیټه خپرول: شنبه ۲۳ کب ۱۳۹۹ ۱۱:۰۹

افغان حکومت: د افغان سولې برخه کې د سیمې د هېوادونو له هڅو ملاتړ کوو

بهرنیو چارو وزارت ویلي، افغان حکومت د سولې په تړاو د سیمې هېوادونو له ټولو هڅو ملاتړ کوي او ټاکل شوې چې په مسکو کې د افغان سولې په اړه جوړېدونکې ناسته کې د حکومت استازي هم برخه واخلي، خو تر اوسه په یاده ناسته کې د ګډونکوونکو چارواکو نومونه نه دي په ډاګه شوي.

د سیحون نیوز د مالوماتو له مخې، د افغان سولې په تړاو په مسکو کې د جوړیدونکې ناستې د جوړېدو نېټه له حکومت او طالبانو سره په مشوره ټاکل شوې ده او طالبان به هم په یاده ناسته کې برخه واخلي.
 مسکو داسې مهال د افغان سولې په اړه د جوړېدونکې ناستې کوربتوب لپاره چمتووالی نیسي، چې ټاکل شوې په اپرېل میاشت کې په ترکیه کې د افغان سولې په اړه د ملګرو ملتونو په کوربتوب بله مهمه ناسته هم ترسره شي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement