پوسټ کوډ ۲۲۱۲۷۷
نیټه خپرول: شنبه ۲۳ کب ۱۳۹۹ ۱۰:۲۱

په هرات ښار کې موټر بم چاودنې ۸ کسان وژلي ۵۴ نور ټپیان دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په هرات ښار کې موټر بم چاودنې ۸ کسان وژلي او ۵۴ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، دغه موټر بم چاودنه تیره شپه شااوخوا ۱۰ بجې په هرات ښار کې څوارلسمې امنیتي حوزې ته نژې شوې ده.

نوموړي زیاته کړې چې په وژل شوو کسانو کې د یوه پولس په ګډون درې ماشومان او دوې ښځې شاملې دي او په ټپیانو کې ۷ تنه پولیس شامل دي.

د هرات والي سید وحید قتالي هم خبریالانو ته ویلي چې دغه چاودنه له چاودېدونکو موادو څخه ډک فلانکوچ موټر په واسطه د «ګنج» په نوم د پولیسو پوستې مخته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه موټر بم چاودنه کې ملکي وګړو ته د ځاني زیان ترڅنګ پراخ مالي زیانونه هم رسېدلي دي.

افغان امنیتي چارواکو د یاد برید تر شا د وسله والو طالبانو لاس بولي، خو د وسله والو طالبانو په ګډون هیڅ یوې ډلې تر دا مهاله د دغه چاودنې مسؤلیت نه دی منلی.

په هرات ښار کې دغه موټر بم چاودنه پر داسې مهال کیږي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دغه هیواد کې د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement