پوسټ کوډ ۲۲۱۱۹۷
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲۱ کب ۱۳۹۹ ۱۱:۴۹

مخامخ جګړه؛ افغان ځواکونو ۲۰ طالبان وژلي

د هېواد په دوه ولایتونو، کندهار او بادغیس کې افغان ځواکونو په مخامخ جګړه کې ۲۰ طالبان وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.

له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې تېره شپه د کندهار په ارغنداب او راغستان ولسوالیو کې د افغان ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو پر مهال له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې ۱۶ طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.

له یاد وزارت څخه په یوه بله خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغان ځواکونو له لوري د بادغیس ولایت په قادس ولسوالي کې د طالبانو پر سیمو عملیات ترسره شوي، چې په نتیجه کې یې ۴ طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

د سرچینې په خبره په یادو عملیاتو کې افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی؛ خو د طالبانو یو شمېر پټنځایونه، وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement