پوسټ کوډ ۲۲۱۱۹۳
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲۱ کب ۱۳۹۹ ۱۱:۳۵

پکتیا کې د عسکري ابتدایه څارنوالي څارنوال، د رشوت اخیستو پر مهال ونیول شو

د پکتيا ولايت د عسکري ابتدايه څارنوالي مرستیال، څارنوال عبدالمنان د ۱۰۰ زره افغانيو بډې اخيستو پر مهال، لاس په لاس نيولي شوی دی.

د یاد ولایت په امنیه قومنداني کې یوې باورې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط، سیحون نیوز ته وویل، چې د لویې څارنوالي د کنټرول او مراقبت یو هئیت او د پکتیا امنیه قومنداني د یاد ولایت لپاره،  د ابتدایه څارونوالي مرستیال څارنوال عبدالمنان د ۱۰۰ زره رشوت اخیستو په تور لاس په لاس ونیوه.
د سرچینې په خبره نوموړی اوس مهال تر څېړنو لاندې دی.
باید یاده شي، چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د پکتیا والي حلیم فدايي په یوه غونډه کې ویلي و، چې نور ورته د پکتیا ولایت په اداراتو کې روان وضیعت د منلو نه دی او ژر به د ځینو مسؤلینو په اړه اقدام وکړي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement