پوسټ کوډ ۲۲۱۱۱۱
نیټه خپرول: چهارشنبه ۲۰ کب ۱۳۹۹ ۱۰:۵۶

دفاع وزارت: افغان ځواکونو ۳۱ طالبان وژلي دي

افغان ځواکونو د کندهار په دوه ولسوالیو کې ۳۱ طالبان وژلي او ۸ نور یې ټپیان کړي دي.

له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، افغان ځواکونو تېره شپه د کندهار په ارغنداب او ژېړۍ ولسوالي کې عملیات ترسره کړي، چې پر مهال یې ۳۱ طالبان وژل شوي، ۸ ټپیان دي او همداشان د طالبانو۳ موټر، ګڼ شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
یاد وزارت ویلي، چې په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ته کوم تلفات نه دي اوښتي.
تېره ورځ هم د افغان ځواکونو له لوري په ۶  ولایتونو کې ۸۴ طالبان وژل شوي وو.

طالبانو تراوسه دې اړه څه نه دي ویلي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement