پوسټ کوډ 221019
نیټه خپرول: دوشنبه 18 کب 139915:25

د بلینکن لیک ته د صالح غبرګون؛ نه اندېښنه لرو او نه مو دریځ بدل شوی

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح ولسمشر غني ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د لیک استول تائیدوي، خو وايي چې دغه لیک به د سولې په تړاو د افغان حکومت په دریځ کې د بدلون لامل نشي.

امرالله صالح د دوشنبې په ورځ مارچ اتمه (کب ۱۸) د مارشال محمدقسیم فهیم په اووم تلین کې وویل امریکایان او لویدیځ هیوادونه د دې حق لري چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د برخلیک په اړه تصمیم ونیسي او له طالبانو سره خبرې وکړي.

هغه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لیک ته په اشارې وویل: "د زعامت جوهر په همدې شېبو کې معلومېږي، چې له لیک، بم، دسیسې او غوغا څخه ونه ډارېږي، ونه لړزېږي او په اصل ودرېږي. موږ له دې لیک څخه نه اندېښنه لرو، نه زموږ په دریځ کې بدلون راغلی او نه به راشي".

نوموړي په افغانستان کې انتخابات د سیاسي واک د لېږد لپاره یو اصل وباله او وې ویل چې افغان حکومت به په هیڅ حالت کې خلک د رایې د ورکولو له حق څخه بې‌ برخې نه کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې کابل ته د زلمي خلیلزاد د سفر په مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني ته په یو استول شوي لیک کې ګواښ کړی که د سولې د بهیر د چټکتیا لپاره وړاندیزونه ژر ونه ارزول شي ښايي په یوازې سر د طالبانو له ګواښ سره مخ شي.

په دغه لیک کې راغلي: "ښاغلی جمهور رئيس باید تاسو ته روښانه کړم چې په واشنګټن کې زموږ د سیاست د ارزولو په دوام، متحده ایالاتو هیڅ انتخاب منتفي کړی نه دی، موږ د ځینو نورو انتخابونو د ارزونې برسیره، د مۍ میاشتې تر لومړۍ نېټې د ټولو نړیوالو سرتیرو ایستل هم ارزو."

بلینکن د امنیتي وضعیت د خرابېدو د ګواښ په اړه چې ممکن زیاتې سیمې د وسله والو طالبانو لخوا ونیول شي ویلي: "زه دا ستاسو لپاره روښانه کوم، ترڅو د هغو ټولو کارونو په اړه چې په دغه لیک کې ذکر شوي دي، زما تونده لهجه درک کړې."

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه ویلي چې له ترکیې څخه غوښتل شوي چې راتلوونکې اونیو کې د دوحې توافق د نهايي کولو په هدف د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په لوړه سطحه د یوې ناستې کوربتوب وکړي او له جمهور رئيس غني څخه یې غوښتي چې خپل استازی دغه ناستې واستوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلینکن له ښاغلي غني څخه غوښتي چې په راتلوونکو اونیو کې له خپلو سیاسي سیالانو او نورو سره د یوې ګډې جبهې د رامنځته کېدو په اړه چې افغانان هغه «ټولشموله او معتبره» وبولي کار وکړي.

بلینکن جمهور رئیس غني ته ګواښ کړی چې د افغان مشرانو ترمنځ بې اتفاقي به د ۹۰ لسیزې په شان ناورین لرونکی پیغام ولري او باید بیا تکرار نشي.

په دغه لیک کې له ولسمشر غني څخه غوښتل شوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وړاندیزونو ته په «رغوونکي موقف» سره پراختیا ورکړي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement