پوسټ کوډ 220949
نیټه خپرول: يکشنبه 17 کب 139914:54

وسله والو په هلمند کې یوه پولیسه ټپي کړې، خاوند یې وژل شوی

په هلمند ولایت کې په یوه وسله وال غلچکي برید کې يوه ښځينه پوليسه ټپي شوې، خو خاوند يې وژل شوی دی.

پېښه نن یکشنبه مارچ اوومه(کب ۱۷) سهار لس بجې د لښکرګاه ښار په دوهمه حوزه کې رامنځته شوې ده.

د هلمند امنیه قومندان مل پاسوال ولي جان سرحدي امریکا غږ ته وويل چې څارمن ملالۍ له خپل کور څخه د دندې پر لور د تګ په حال کې وه چې د وسله والو تر برید لاندي راغلې.

ده وويل چې د برید کونکو د نیول کېدو په موخه د پېښي سیمه د امنیتي بنسټونو له لوري څارل کیږي او شکمني سیمي پلټي.

نوموړي زیاته کړه: "نن سهار د جنايي برخي پوليس افسره څارمن ملالۍ د شېخ زاید جامع سره نږدې خپل د سپرلۍ په موټر کې تر وسله وال غلچکي برید لاندي راغلې دا ټپي شوې او خاوند يې چي له دې سره يې د محرم په ډول دنده مخ ته وړل په پېښه کې وژل شوی، څارمن ملالۍ روغتون ته رسول شوې موږ د پېښي د عاملینو د نیول کیدو په هڅه کې یو."

څارمن ملالۍ د هلمند په امنیه قومندانۍ کې له تیرو ۱۲ کالونو راهیسې په بیلا بیلو برخو کې دنده تر سره کړې او د يوې پیاوړي ښځينه پوليس افسري په توګه يې شهرت پيدا کړی.

په هلمند کې ټولټال تر پنځوس تنې زیاتي ښځينه پوليسې دندې مخته وړي چي تر ډيره د جنايي او او امنيتي پېښو پر مهال د کورونو د تلاشۍ په برخه کې دندې مخته وړي.

تر دې مخکې هم د جنوب په بیلا بیلو بیلو ولایتونو کې ښځينه پوليسي تر وسله والو بریدونو لاندي راغلي.

تر هلمند مخکې يې په ګاونډي ولایت کندهار کې د محبس پوليس افسره فرشته هم په وسله وال غلچکي برید کې ووژل شوه چي تازه يې په نوم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ۷ نورو افغان میرمنو سره د زړه ورتوب جایزه هم اعلان کړې.

په هلمند کې پر ښځينه پوليسې د ننني برید مسئولیت چا په غاړه ندی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ په مرکز لښکرګاه کې د ملي امنیت د نظامي څارنوالۍ رئیس هم په موټر بم چادنه کې ووژل شو.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement