- 0 څرګندونه
- چاپ
اترا: افغانستان کې د برېښنايي سیم (eSIM) ازمایښتي کارونه پیل شوه

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره یا اترا وايي چې د لومړي ځل لپاره یې د برېښنايي سیم (eSIM) ازمایښتي کارونه پیل کړې ده٠
د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي په نننۍ چاودنه کې د نوموړي وژل کېدل تائید کړي دي.
چاودنه نن سهار څه باندي ۹ بجې په لښکرګاه ښار کې د لومړی امنیتي حوزې اړوند له ژر شېشک سره شوې ده.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک په لښکرګاه ښار کې د موټر بم چاودنې ېښه تائیده وي او زیاتوي چې په پېښه کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، کره شمېر یې یاد نه کړ.
د افغانستان لویې څارنوالۍ په یوې اعلامیې کې د هلمند ولایت د کورني او بهرني امنیت پر ضد جرایمو د مبارزې څارنوالۍ پر رئیس سید محمود اغا سادات موټر بم چاودنه غندلې او د هغه د وژل کېدو په اړه خواشیني ښودلې ده.
لویه څارنوالي وایي چې سید محمود اغا سادات تر لسو کالو زیات د لویې څارنوالۍ اړوند په بېلابېلو ولایتونو کې دنده تر سره کړې وه.
د هلمند یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې د ملي امنیت د څارنوالۍ رئیس سید محمود اغا سادات له خپل کور څخه د دندې پر لور د تګ په حال کې وو چې د سپرلۍ پر موټر یې د موټر بم چاودنه شوې.
سرچینې وويل: "په پېښه کې سید محمود سادات او دهغه ۲ ساتونکي وژل شوي او ځيني نور ملکي کسان ټپیان شوي."
بلي خواته په لښکرګاه ښار کې د بېړنیو طبي مرستو د رسولو یا ایمرجنسي روغتون له لوري د پېښي د وروړل شویو قربانیانو ليست خپور کړی چې پکښې د یوې مېرمني په ګډون ۸ تنه ملکي کسان پکښي ټپي ښودل شوي او ۲ تنه نور چې هویت يې ندی یاد شوی وژل شوي ښودل شوي.
د یادې چاودنې مسؤلیت وسله والو طالبانو منلی دی.