پوسټ کوډ 220899
نیټه خپرول: شنبه 16 کب 139914:51

د ابونصر فراهي ګمرک کې سخته اورلګېدنه؛ ځایي چارواکو له ایرانه مرسته غوښتې

فراه ولایت کې سیمه ییز مسوولین وایي، چې د دې ولایت په شیخ ابونصر فراهي ګمرک کې اورلګېدلی او تراوسه د اورمړولو ډلې نیمایي کابو کړی دی.

د فراه والي تاج محمد جاهد اطلاعات روز سره خبرو کې دغه اورلګېدنه «سخته» یاده کړه او ویې ویل چې د دې اور کابو کولو لپاره په دې بندر کې کافي امکانات نشته.

د هغه په وینا، په دې اورلګېدنه کې د یاد ګمرک د نفت او ګازو څلورو ذخیرو اور اخیستی او په وینا یې چې د اورمړولو ډلې شاوخوا ۵۰ سلنه اور کابو کړی دی.

ښاغلی جاهد زیاتوي، له ایران هم مرسته غوښتل شوې او د هغوی د اورمړولو ډله به سیمې ته ورشي. د هغه په وینا، لېږدوونکې وسیلې امن ځایونو ته لېږدول شوي، څو د زیات تاوان مخه ونیول شي.

پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي انځورونه ښیي چې په دې بندر کې لګېدلی اور پراخ دی. وروستیو دوو اونیو کې دا دویم ځل دی چې د فراه ګمرک کې اورلګېدنه رامنځته کیږي.

د سلواغې په ۲۵مه هم د هرات اسلام کلا ګمرک کې هم سخته اورلګېدنه رامنځته شوې وه. د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې شمېرو له مخې، له ۱۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو ډېر پیسې په دې اورلګېدنه کې د اور خوراک شوې.

د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خان جان الکوزي هرات ته خپل سفر کې ټینګار کړی و، چې باید د هېواد ګمرکونو کې د اور کابو کولو لپاره امکانات زیات شي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement