پوسټ کوډ 220893
نیټه خپرول: شنبه 16 کب 139913:51
- 0 څرګندونه
- چاپ
جلال اباد ښار کې ماین چاودنې یو قومي مشر وژلی

د ننګرهار ولایت امنیتي مسوولین وایي، د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار کې ماین چاودنې د ملک هاشم په نوم د یو قومي مشر ژوند اخیستی.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان نن (شنبه، ۱۶ د کب) اطلاعات روز ورځپاڼې ته یاده پېښه تایید کړه او زیاته یې کړه چې دغه چاودنه نن سهار اته بجې او دېریش دقیقې د جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند «ځنګل باغ» سیمه کې شوې ده.
د ښاغلي خان په وینا، په دې چاودنه کې د ملک هاشم په نوم یو قومي مشر چې د جلال اباد ښار د اوومې ناحیې د کلي وکیل هم و، وژل شوی دی.
د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.