پوسټ کوډ ۲۲۰۸۶۷
نیټه خپرول: شنبه ۱۶ کب ۱۳۹۹ ۱۰:۲۹

امریکا د زړه ورو ښځو جایزه ۷ وژل شویو افغان مېرمنو ته ډالۍ کوي

ټاکل شوې امریکا متحده ایالات د زړه ورو ښځو افتخاري جایزه په ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې اوو وژل شویو افغان مېرمنو ته ډالۍ کړي.

دا ښځې افغانستان کې خلکو ته د خدمت لپاره د خپل کار پرمهال په هدفي بریدونو کې وژل شوې دي چې په کې  #د_انعکاس_تلویزیون وژل شوې خبریاله ملاله میوند، وژل شوې مدني فعاله فرشته کوهستانۍ، #کندهار کې د ښځینه زندان وژل شوې ساتونکې فرشته، د ملي امنیت ادارې د جنډر مشره جنراله شرمیلا فروغ، په غزني کې د پولیسو وژل شوې افسره فاطمه رجبي، د #افغانستان_بشري_حقوقو خپلواک کمیسیون وژل شوې کارکوونکې فاطمې نتاشا خلیل او لرې پرتو سیمو ته مرسته رسوونکې مریم نورزاد شاملې دي.

دا ښځې په ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې په افغانستان کې د هدفي بریدونو پرمهال وژل شوې دي.

د افغانو ښځو ترڅنګ ټاکل شوې ده له بلاروس، میانمار، کامِرون، چین، کولمبیا، د کانګو دموکرات جمهوریت، ګواتیمالا، ایران، نیپال، سومالیا، اسپانیا، سري‌لانکا، ترکیې او وینزویلا هم ۱۴ ښځې د زړه ورو ښځو جایز ترلاسه کړي.

#د_امریکا_متحده_ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله به د جایزو د ورکړې مراسم په انلاین ډول ترسره شي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement