پوسټ کوډ 220864
نیټه خپرول: شنبه 16 کب 139910:15

هلمند کې چاودنه؛ د ۳ کسانو ژوند بایللی او د ۷ ټپي کېدل تایید شوي

د هلمند امنيه قوماندانۍ مخې ته نن سهار(شنبه د کب په ۱۶مه نېټه) د موټربم برید له کبله د دغه ولایت د ملي امنيت د څارنوالۍ ريیس، سيد محمود سادات ژوند بایللی دی.

#د_ښاغلي_سادات_کورنۍ دا خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې ورسره یې دوو ساتونکو هم ژوند بایللی دی.

هغوی زیاتوي چې ښاغلي سادات تر ټپي کېدو وروسته سا ورکړې ده.

په همدې حال کې #د_هلمند د والي ویاند، عمر ځواک پېښه کې د ۷ ملکي کسانو ټپي کېدل تایید کړي دي.

هغه همداراز ویلي چې د چاودنې څرنګوالی نه دی مالوم.

د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

جزییات وروسته...

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement