پوسټ کوډ 220821
نیټه خپرول: پنج شنبه 14 کب 139915:56

کرونا ویروس؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۴ پېښې ثبت شوې

تېره شپه ورځ کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۲۴ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې چې نن(پنجشنبې د کب په ۱۴مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي دي، ښیې چې تازه پېښې د ۲ زره او ۱۴۰ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.

همداراز یاده موده کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله ۳ ته ناروغان روغ شوي دي.

له دې سره هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۵ زره  او ۸۲۷ ته رسیږي چې له ډلې یې اوسمهال ۴ زره  او ۱۶ پېښې فعالې دي.

د یادونې ده چې تازه پېښې ۲ کابل، ۶ هرات، ۱ کندهار، ۷ ننګرهار، ۲ هلمند، ۱ بادغیس، ۱ غزني، ۱ غور، ۲ فراه و ۱ هم په نورستان ولایت کې ثبت شوې دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement