پوسټ کوډ 220816
نیټه خپرول: پنج شنبه 14 کب 139914:43

د کوکنارو د کښت پر ځای د میوه لرونکو بوټو کرل دود کیږي

د افغانستان د کرنې اوبو لګولو او مالداري وزارت چارواکي وايي، په پام کې لري چې د (مشروع معیشت ته لاسرسی، کرنې او کليوالي پرمختیا ودې) په نوم د یوې پروژې له مخې مشروع زراعتي کښت هغو کلیو ته وغځوي، چې اوس مهال په کې کوکنار کرل کیږي.

له یاد وزرات څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د کرنې اوبو لګولو او مالداري وزارت، د متحده ایالاتو د قانون اجرا او د مخدره توکو چارو نړیوال دفتر يا INL او د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې هوډ کړی چې د کرنې او د کلیو د پراختیا پروژه نویو سیمو ته وغځوي او په یادو سیمو کې به د کوکنارو د کښت پر ځای میوه لرونکي بوټي دود کړي.
باید یاده شي، چې دا پروژه د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې یا د سولې ریښې بنسټ له لوري د ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پلي کیږي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement