پوسټ کوډ 220788
نیټه خپرول: پنج شنبه 14 کب 139909:46

ننګرهار کې ناپيژنده وسله والو اووه کاریګر وژلي

ځايي سرچینې وايي، چې وسله والو کسانو تېره شپه (چهارشنبه، ۱۳ د کب) د سره رود ولسوالۍ په مارغونډۍ سیمه کې د ګچو اوه کارګران (مزدوران) وژلي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي هم نن (پنجشنبه، ۱۴ د کب) اطلاعات روز ورځپاڼې ته یاده پېښه تایید کړه او وېې ویل، چې یاده پېښه د سره رود ولسوالۍ «فتح اباد» کلي اړوند «باولۍ» سیمه کې رامنځته شوې چې پرمهال یې اووه تنه کاریګر د ناپيژنده وسله وال له لوري وژل شوي دي.

ښاغلی خوږیاڼی وایې، یاده پېښه به وڅیړي او جزیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

خوږیاڼی زیاتوي: «پېښه تېره شپه د سره رود ولسوالۍ په فتح اباد سیمه کې شوې چې پرمهال یې ناپیژنده وسله وال اووه کاریګر په بې رحمانه ډول وژلي دي.»

تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement