پوسټ کوډ 220739
نیټه خپرول: چهارشنبه 13 کب 139911:40

د ننګرهار والي نظامي مسوولینو ته: یا به د معصومو نجونو قاتلین نیسئ، یا به استعفا ورکوئ

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وایي، امنیتي ځواکونو ته یې جدي دنده ورکړې چې یا به د انعکاس ټلوېزیون د درې ښځینه کارکوونکو د وژنې عاملین پيدا او یا به استعفا ورکوئ.

ښاغلي والي دغه خبرې نن (چهارشنبه، ۱۳ د کب) د دې ولایت د نظامي شورا ناسته کې کړې دي. نوموړي پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکي: «نن سهار د ننګرهار په نظامي شورا کې مې امنیتي ارګانونو ته جدي دنده ورکړه چې د معصومو نجونو قاتلین به نیسۍ، پېښه به په جدیت سره څېړۍ او جزیات به یې له ولس سره شریکوۍ او یا به له دندې استعفا ورکوي.»

ضیاالحق امرخېل وایي، د جلال اباد ښار د ټولو حوزو جنایي او منطقوي کنټرول مسوولین بد شول، د حوزو مسوولینو او د ښار ټولو پولیسو په بدلون کې هم ګامونه اخلي. د ده په وینا، تر دې وروسته د پېښې سیمې مسوول اړ دی، چې ځواب ووایي.

د ننګرهار والي په ادامه کې لیکلي: «مرموز دښمن په ولسوالیو کې تر ځپل کېدو وروسته بزدلانه بریدونو سره وحشت خپروي. هیله ده تاسې هم د خپلو امنیتي ځواکونو سره د امنیت په تامین کې مرسته وکړئ.»

ننګرهار کې د انعکاس ټلوېزیون دا درې ښځینه کارکوونکې پرون په دوو جلا پېښو کې د ناڅرګنده وسله والو له لوري ووژل شوې. طالبانو په دې پېښو کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement