پوسټ کوډ 220697
نیټه خپرول: سه شنبه 12 کب 139915:29

اندرابي: تر ۲۰۲۴ به د ښځینه پولیسو شمېر ۱۰زرو ته پورته شي

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وايي چې اوسمهال د پولیسو په لیکو کې د ښځو شمیر ۴۰۰۰ ته رسېږي او تر ۲۰۲۴ به دا شمېره ۱۰ زرو ته پورته شي.

اندرابي چې د سې‌ شنبې په ورځ د مارچ دوهمه (کب ۱۲) ملت ته د حساب ورکولو په پروګرام کې وینا کوله وویل، د ښځو اړوند قضیو ته د رسیدګي لپاره د پولیسو په تشکیلاتو کې د ښځو حضور اړین دی.

د هغه په وینا د ښځینه پولیسو د پروګرام سند له نړیوالو همکارانو سره شریک شوی او دا مهال د کورنیو چارو وزارت د دغه پروګرام د تطبیق د لارو چارو په تدوین کار کوي.

نوموړي زیاته کړه: "تر ۲۰۲۴ پورې د پولیسو په لیکو کې تر لس زرو د ښځو د شمیر زیاتول یوازې یوه شمېره نه ده، بلکې د دوی د پوهې کچه، د پولیسو په لیکو کې د دوی رول او ظرفیت او په پولیسو کې د دوی د وضعیت ښه‌والی او د ښې رسیدګۍ لپاره د پولیسو د لیکو په منځنۍ او لوړه کچه کې د دوی ګومارل په دې پروګرام کې شامل دي".

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د شمېرو په اساس دا مهال د پولیسو په لیکو کې ۱۲۱۶۷ سرتیري شامل دي چې له دې شمېرې ۳۳۹۰ یې ښځې دي.

همدا شان د دغه وزارت د ملکي خدماتو په برخه کې ۹۷۴ کار کوونکي فعالیت کوي چې ۴۰ یې ښځې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت معلومات ښيي چې د پولیسو په لیکو کې د درې ۳۳۹۰ ښځینه پولیسو له ډلې ۱۶۲۱ یې په کابل او پاتې یې په ولایتونو کې دندې لري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د پولیسو په لیکو کې د ښځو د جذبولو لپاره د خوندي چاپیریال رامنځته کول د دغه وزارت په لومړیتوبونو کې ځای لري او امنیتي شرایطو ته په پاملرنې هغو ښځو ته چې د پولیسو په لیکو کې جذبېږي مادي او معنوي امتیازات په پام کې نیول شوي دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement