پوسټ کوډ 220696
نیټه خپرول: سه شنبه 12 کب 139915:26

د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور ۱۲ کسان نیول شوي دي

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت وايي چې د امنیتي تړون

په چوکاټ کې یې په څلورو ولایتونو کې ۱۲ کسان د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو نیولي دي.


دغه معینیت رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان په خوست، بلخ، ننګرهار او کابل کې له بېلا بېلو نشه يي توکو سره نیول شوي دي.

خبرپاڼه وايي وايي "له دوی څخه څلور کسان په خوست ولایت کې د پنځه پاکټو چرسو په تړاو، دوه تنه په بلخ ولایت کې له شیشې، هیرویینو، چرسو، ټابلیټ کا او نورو نشه يي توکو سره، دوه تنه په ننګرهار کې د ۸۴۰ ګرامه چرسو د خرڅلاو په تړاو، څلور کسان په کابل کې د یوه اندازه هیرویینو، شیشې، تریاک او ټابلیټ کا د خرڅلاو په تړاو نیول شوي دي".


خبرپاڼه زیاتوي چې د ننګرهار ملي امنیت ریاست یو تن چې په موټر کې یې له ځان سره څه د پاسه ۳۰۰۰ ټابلیټ کا لېږدول نیولی دی او د نشه يي توکو مبارزې مدیریت ته یې سپارلی دی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement