پوسټ کوډ 220692
نیټه خپرول: سه شنبه 12 کب 139914:49

پر افغان خبریالانو بریدونه؛ امریکا د قضیو د څېړنو پر بهیر انتقاد وکړ

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت د افغان خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته پر نه رسیدګي او عاملانو نه پيدا کولو باندې انتقاد کړی او ویلي یې دي چې پر خبریالانو د بریدونو برخه کې څېړنې شفافې او کافي نه دي.

دغه سفارت نن سې شنبه مارچ دوهمه(کب ۱۲) پر خپل ټویټر پاڼه د «خبریالانو ساتنه وکړئ» په ټينګار سره په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته درسیدګۍ غوښتنه کړې ده.

په کابل کې د امریکا سفارت ویلي: "ګڼ شمېر خبریالانو باندې بریدونه شوي، خو په دې برخه کې شفاف او کافي څېړنې نه دي شوي."

 

یاد سفارت همدارنګه په دغه هیواد کې پر خبریالانو د بریدونو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د بریدونو د عاملانو په اړه د څېړنو او پیدا کولو ملاتړ کوي.

د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې دغه بنسټ د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو څېړلو او رسیدګۍ ته ژمنه ده.

د لوی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي امریکا غږ ته وویل چې دغه بنسټ ټولو هغه قضیو ته چې د امنیتي او کشفي ارګانونو او یا نورو بنسټونو لخوا دوی ته استول شوي دي رسیدګي کړې ده.

رسولي زیاته کړه چې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي هیڅ یوه قضیه د لوی څارنوالۍ لخوا بېله څېړنو نه ده پاتې شوې.

هغه وویل:"د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوی څارنوالۍ یوازې په وروستیو دوو کلونو کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۲۷ قضیې څېړلې دي چې ددغه ۲۷ قضیو په تړاو ۶۰ تنه نیول شوي دي."

پر همدې مهال په غور ولایت کې د پخواني وژل شوي خبریال بسم الله عادل ایماق د کورنۍ پر غړو وروستي برید د رسنیو د ملاتړ بنسټونه اندېښمن کړي دی.

په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي چې په دغه هیواد کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی تر بل هر وخت زیات شوی او په وینا یې دوام یې د رسنیو کاري ساحه راتنګه کړې ده.

د یادې کمېټې غړې وحیدې فیضي د روان وضعیت په اړه د اندېښنې په ښودلو امریکا غږ ته وویل چې د بریدونو په زیاتېدو سره ګڼ شمېر خبریالان او د رسنیو کار کوونکي له افغانستان څخه وتلي دي.

نوموړې له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د خبریالانو امنیت ته جدي توجه وکړي.

هغې وویل:"اوس مهال نه یوازې داچې خبریالان بلکې د کورنۍ غړو باندې حملې کړي، دا یوه تازه اندېښنه ده چې مخینه نه لري، له دولت څخه زموږ غوښتنه داده کومه پېښه کې په غور کې وشوه چې په دې برخه کې توجه وکړي او څېړنې شریکې کړي."

په داسې حال کې چې په غور کې د بسم الله عادل ایماق د کورنۍ پر غړو د برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی، خو د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون روانه اونۍ وویل چې د دوی معلوماتو په اساس د یاد برید تر شا د وسله والو طالبانو د یوه سیمه ییز قوماندان لاس دی.

 

خو وسله والو طالبانو تر دامهاله د بشري حقونو کمېسیون د معلوماتو په اړه څه نه دي ویلي.

که څه هم تر دا مهاله په افغانستان کې پر خبریالانو د وروستیو بریدونو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي یو ځل بیا ویلي چې د یادو بریدونو تر شا د وسله والو طالبانو لاس دی.

هغه په یو خبري کنفرانس کې وویل وروسته تر هغه چې وسله وال طالبان د جګړې په میدان کې ناکام شول په وینا یې هغوی هدفي بریدونو ته مخه کړل.

نوموړي زیاته کړه چې افغان کشفي او امنیتي ځواکونو په دغه هیواد کې پر یو شمېر نورو مدني فعالانو، خبریالانو، دولتي کار کوونکو او قومي مشرانو د بریدونو مخه نیولې ده.

خو وسله والو طالبانو بیا ویلي چې په دغه هیواد کې پر خبریالانو بریدون کې لاس نه لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ یا یوناما هم په خپل تازه راپور کې ویلي چې د بین الافغاني خبرو تر پیلېدو وروسته په دغه هیواد کې شپږ خبریالان او پنځه مدني فعالان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

محمد الیاس داعي، رحمت الله نېکزاد، ملالۍ میوند، بسم الله عادل ایماق، یما سیاوش(پخوانی خبریال) هغه خبریالان دي چې په تیرو شپږو میاشتو کې د چسپکي ماین چاودنو او وسله وال برید کې وژل شوي دي.

د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي وروستۍ پېېښه کې په کاپیسا ولایت کې د مقبول نوري په نوم د دانش تلویزیون خبریال د یوه سیمه ییز چارواکي لخوا ووهل شو.

هغه امریکا غږ ته وویل چې نوموړی او همکاران یې هغه مهال د یاد ولایت د شخړو هواري کمېسیون رئیس د امنیتي ساتونکو لخوا ووهل شول چې غوښتل یې په یاد ولایت کې د غصب شوو ځمکو په اړه راپور جوړ کړي.

نوموړي زیاته کړه:"موږ یې ووهلو... زموږ د خبریالۍ وسائل یې واخیستل او ټول عکسونه یې پاک کړل، همدارنګه موږ یې د کاپیسا ولایت د قومونو او قبایلو چارو ریاست ته یوړو د یو نیم ساعت لپاره یې بندیان کړو."

خو تر یادې پېښې وروسته د کاپیسا ولایت د شخړو هواري کمېسیون مشر عبدالوارث روحاني د خبریالانو په مخ کې د یو خبري کنفرانس پرمهال بخښنه وغوښتل او یاده پېښه یې یوه انساني خطا وبلل وروسته نوموړي له خبریالانو سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.

دا په داسې حال کې ده چې په تیر ۲۰۲۰ کال کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۳۲ پېښې ثبت شوي دي چې نسبت ۲۰۱۹ کال ته ۲۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د معلوماتو په اساس په تیر یوه کال کې د رسنیو ۷ کار کوونکو او خبریالان وژل شوي دي.

یاد بنسټ همدارنګه وایي چې په تیر یوه کال کې د رسنیو ۱۸ کار کوونکي او خبریالان د کار پرمهال ټپي شوي ۱۰ تنه وهل شوي او ۴۷ تنه ګواښل شوي دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement