پوسټ کوډ 220687
نیټه خپرول: سه شنبه 12 کب 139914:14

د ځمکې پر سر د شخړې له امله يوه ورور بل ورور وژلی

د پکتيا امنيتي مسوولين وايي، په احمدابا ولسوالي کې د ځمکې په سر د دوه وروڼو د شخړې پايله کې يوه ورور خپل بل ورور په ډزو وژلی دی.

د امنيه قومنداني وياند حيات الله نظامي وايي، چې پېښه په «فېرزوخېلو» کلي کې رامنځته شوې ده.

نظامي اطلاعات روز ته وويل چې مشر ورور يې د نقيب په نوم کشر ورور په ډزو ويشتلی او روغتون ته پر لاره يې ساه ورکړې ده.

نوموړي زياته کړه چې عامل د پېښې له ځايه تښتېدلی، خو پوليسو يې د نيولو هڅې پيل کړې دي.

د احمدابا ولسوال حضرت محمد رودوال وايي، چې نقيب الله د دولسم ټولګي زده کوونکی او اوسمهال يې کلنۍ ازموينې روانې وې.

پکتيا يو له هغو ولايتونو ده، چې ډېر وخت په کې د ځمکو د لانجو له امله شخصي او قومي شخړې پېښېږي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement