پوسټ کوډ 220675
نیټه خپرول: سه شنبه 12 کب 139911:30

ارګ: د دوحې له تړون وروسته طالبانو وحشت خپور کړی

له امریکا سره تر تړون وروسته طالبانو سرکونه، پلچکونه، عامه تاسیاست وران کړي او یواځې د ولسونو پر وړاندې ستونزې راپورته کړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې له امریکا سره تر هوکړې وروسته طالبانو جګړې تېزې کړي، وحشتونه یې کړي، سیسټم یې ویجاړ کړی او پر خلکو یې د دولت له لوري د مرستو ویشنو لړۍ درولې.
نوموړي همداشان زیاته کړې، چې د طالبانو له سیمو څخه عام خلک د دوی د ظلمونو له کبله راکډه شوي او حکومت ته یې پنا راوړې.

د مالوماتو له مخې طالبانو په تېره میلادي میاشت کې ۲۷۰ تنه بې ګناه ملکيان وژلي او ۱۷۰ نور یې ټپیان کړي دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement