پوسټ کوډ 220652
نیټه خپرول: دوشنبه 11 کب 139916:04

د ننګرهار والي: د ریکشاوو په اړه وروستۍ پرېکړو د ترهګریزو پېښو مخنیوی کړی

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایې، په دې ولایت کې یې د ریکشاوو په اړه د شوې پریکړې په عملي کیدو سره د ګڼو ترهګریزو پېښو مخنیوی شوی دی.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل نن (دوشنبه، ۱۱ د کب) اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، له کله راهیسې چې په دې ولایت کې د ریکشاوو په اړه نظامې شورا پریکړه کړې ورسره په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې هدفي وژنې او نورې جنایي پېښې راکمې شوي دي.

امرخېل وایې، د یادې پریکړې له مخې ریکشا چلوونکي اړ شوي، چې د ریکشاوو کیڼ لاس په کټارې سره بند کړي چې په دې سره نه یوازې د جنایي پېښو مخنیوی شوی بلکې د ښاري نظم په رامنځته کیدو او ټرافیکي ګڼې ګوڼې مخه یې هم نیولې ده.

امرخیل زیاته کړه: «له کله راهیسې چې مونږ په ښار او ولسوالیو کې د ریکشاوو په اړه پریکړه کړې نو ورسره سم د ګڼو ترهګریزو پېښو مخه نیول شوې، یوازې ۲۳ ماینونه په څو ورځو کې کشف او ترلاسه شوي دي او مونږ لا په دې هڅه کې یو چې څه ډول وکولای شو امنیتي پېښو مخه ونیسو.»

امرخیل همداراز اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، یاده پریکړه یې په جلال اباد ښار کې د امنیتي پېښو د مخینوي په موخه کړې او هیله مند دی، چې په دې برخه کې ورسره عام ولس همکاري وکړي.

د هغه په خبره په تیرو څلورویشت ساعتونو کې امنیتي ځواکونو په جلال اباد ښار ۲۳ کړۍ ماینونه، چې د دولت د وسله والو مخالفینو له لوري په مختلتفو ځایونو کې ځای پر ځای شوي کشف او ترلاسه کړي دي.

امرخیل زیاتوي: «په جلال اباد ښار کې چې کومې ترهګریزې پېښې شوې زیاتره یې د ریکشاوو له لارې شوې، نو پریکړه مو وکړه چې د ریکشا کیڼ لاس به بندوو چې په همدې سره زیاتې ستونزې حل شوي دي او ډیر کله ترهګرو ډول له همدې ریکشاوو په ګټې اخیستنې سره ترهګریز فعالیتونه کول.»

ولسي خلک د امنیتي تدابیرو د ټنګښت په موخه د ولایتي ادارې د یادې پریکړې هرکلی کوي او تمه لري، چې په دې سره به په جلال اباد ښار کې د هدفي وژنو، انسان تښتونې او نورو جنایي پېښو مخنیوی وشي. دوی په دې ولایت کې د امنیتي پېښو د مخنیوي لپاره د جلال اباد ښار د امنیتي حوزو د امرینو په مسلکيتوب ټينګار کوي او تمه لري چې په د ننګرهار په ټولو امنیتي ادارو کې اصلاحات رامنځته شي.

د جلال اباد ښار اوسیدونکی ذکریا وایي، تر څو چې په امنیتي ادارو کې د لوړپوړو چارواکو فرمایشي ګمارنو مخنیوی و نه شي نه یوازې به امنیت ټینګ نشي بلکې پر حکومت به د خلکو باور لا راکم شي. هغه وایې، «کومه پریکړه چې شوې په دې سره خو د زیاتو پېښو مخه نیول شوې خو تمه مو دا ده چې دا پریکړه لا عملي شي او هغه څوک ولس ته زیان رسوي جزا ورکړل شي او د دې تر څنګ په حوزو او د ولسوالیو په امنیتي برخو کې فرمایشي او غیرې مسلکي امرین او قومندانان مقرر شوي چې باید مخه یې ونیول شي، ځکه دا ډول ګمارنې د ولس او حکومت تر منځ واټن رامنځته کوي.»

شاوخوا یوه دوه اوونۍ وړاندې د ننګرهار د نظامي شورا د پریکړې له مخې ریکشا چلوونکي مکلف کړي وو، چې تر ټاکلې نېټې پورې د ریکشاوو خپلې دروازې ښکته کوي، د پلیټ نمبر به پرې غټ لیکي او د کیڼ لاس دروازې به اوسپني کټارو بندوي.

جلال اباد ښار کې د امنیتي پېښو د مخینوي په موخه د نظامي شورا داسې مهال یاده پریکړه کړې، چې په دې وروستیو کې په جلال اباد ښار کې هدفي وژنو، غلاو او نورې جنایي پېښو زیاتیدو خلک اندیښمن کړي وو.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement