پوسټ کوډ 220650
نیټه خپرول: دوشنبه 11 کب 139915:42
- 0 څرګندونه
- چاپ
د ننګرهار ۱۲ خصوصي طبي انسټیټیونه عدلي او قضایي ارګانونو ته وپېژندل شول

د ننګرهار ولایت رسنیو دفتر وایي، د دې ولایت ۱۲ هغه خصوصي طبي انسټیټیونه، چې د میاشتنیو فیسونو سربېره یې دولتي ازموینه کې د ګډون، فراغت غونډې او ډیپلوم وېشنې لپاره زرګونه افغانۍ اخیستې وې، عدلي او قضایي ارګانونو ته وپېژندل شول.
د دې ولایت د رسنیو له دفتره په نن خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه انسټیټیونه د والي ضیاالحق امرخېل له خوا د ګمارل شوي پلاوي د راپور پر بنسټ د یو مکتوب په وسیله پېژندل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، ننګرهار والي هیله ښودلې چې یاد ارګانونه به یاده قضیه په جدي ډول وڅېړي. «د پلاوي د څېړنو او هغه کسانو له لورې چې د بې عدالتۍ پر وړاندې یې غږ پورته کړ، مننه کوي او هیله یې وښوده چې عدلي او قضایي ارګانونه به یاده قضیه په جدي ډول وڅېړي.»