پوسټ کوډ 220648
نیټه خپرول: دوشنبه 11 کب 139915:31

بامیانو کې د یو روغتیایي کارکوونکي مړینه؛ روغتیا وزارت له کرونا واکسینه د مرګ شونتیا ارزوي

د بامیانو ولایتي روغتون یو کارکوونکی د کرونا واکسین له اخیستو وروسته مړ شوی دی.

د بامیانو ولایت د عامې روغتیا مشر علي اقا ناصري اطلاعات روز ته وویل، چې دا موضوع تر څېړنې لاندې ده او تر اوسه د دې څېړنې پایله جوته شوې نه ده.

د بامیانو والي ویاند لطیف عظیمي اطلاعات روز ته د دې کارکوونکي مړینه تایید کړه، خو ویې ویل لا څرګنده نه ده چې د کرونا له امله دې مړ شوی وي.

ښاغلي عظیمي وویل، چې دغه کارکوونکي د زړه، سږو او د وینې لوړ فشار ستونزې درلودې.

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري هم وایي، چې د روغتیاپالانو یوه ډله د دې مړینې پر څېړنې بوخته ده.

ښاغلي نظري همدارنګه وویل، چې تراوسه ثابته شوې نه ده چې دغه کارکوونکی دې د کرونا واکسین تطبیق له امله مړی شوی وي.

له بلې خوا د روغتیا وزارت ویاند وویل، تراوسه ۱۲ زره او ۱۶۴ تنه روغتیاپالانو د کرونا واکسین ترلاسه کړی دی.

ښاغلي نظري زیاته کړه چې تراوسه د کرونا واکسین له تطبیق وروسته د ځان دردۍ څو پېښې وزارت ته رسېدلي، خو د مرګ هېڅ مړینه نه ده ثبت شوې.

افغانستان کې د کرونا واکسین پلي کېدو لړۍ د روان کال کب په پنځمه پیل شوه.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement